IQNA

په  عربستان کې د عرفې ورځ او د قربانئ د  اختر ورځ  اعلان شول

10:41 - May 29, 2025
د خبر لمبر: 3491194
ایکنا - د سعودي عربستان سترې  محکمې اعلان وکړ چې د عرفات ورځ، چې د کلني حج زیارت تر ټولو لوړه  برخه  ده، د پنجشنبې په ورځ، یعني د ۲۰۲۵ کال د جون ۵  (د ۱۴۰۴  لمریز کال د غبرګولي ۱۵ ) او دغه هم د  جمعې ورځ، یعني د جون ۶  (د غبرګولي ۱۶ )  به  راز  د قربانۍ د لوي اختر د ورځ  د جشنونو لومړۍ ورځ وي. 

  ایکنا نیوز  د عربستان د رسمي خبري اژانس په حواله راپور راکړی، د دغه  هېواد سترې  محکمې اعلان وکړ چېپرون چارسنبې ورځ د مې ۲۸  (د غبرګولي ۷ ) د ذي الحجې میاشتې لومړۍ ورځ وه، داسې  میاشت چې حج پکې ترسره کېږي. د سعودي عربستان عالي محکمې دا خبر د ذي الحجې د میاشتې  له  لیدلو وروسته اعلان کړ. 

د سعودي عربستان عالي محکمې اعلان وکړ: د عرفات ورځ، چې د کلني حج زیارت تر ټولو لوړه  پيښه ده، د پنجشنبې په ورځ، یعني د جون ۵  (د غبرګولي ۱۵ ) او د دغه راز د جمعې ورځ،یعني  د جون ۶ (غبرګولي ۱۶ ) به د قربانئ اختر د جشنونو لومړۍ ورځ وي. 

د ذي الحجې د میاشتې د  لیدونکي کمیټې د سعودي عربستان  سترې  محکمې د سه شنبې په ماښام یوه غونډه ترسره کړه او د یو شمېر شاهدانو له لورې ئې  د میاشتې د  لیدلو د شواهدو له ارزونې وروسته دا پرېکړه وکړه. 

مراسم عرفه امروز در عربستان سعودی برگزار می شود - Parstoday

اوسمهال له یو میلیون څخه زیات کسان د حج تمتع د مراسمو لپاره دغه  هېواد ته ورغلي دي او د راتلونکې اوونۍ څخه به د حج اصلي مراسم پیل شي. اټکل کېږي چې سږکال به  د حاجیانو شمېر  له دوو  تر درو میلیونو پورې زیات شي.

روز عرفه چه روزی است؛ همه چیز درباره روز عرفه | فروشگاه اینترنتی بافت ستاری

در روزِ عرفه از خدا چه بخواهیم؟ | پایگاه خبری تحلیلی انصاف نیوز

مراسم روز عرفه - نورگشت

 https://iqna.ir/fa/news/4285104    

captcha